امنیت

دوه تنه پخواني جهادي قوماندانان په سرپل کې ترور شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دوه تنه پخواني جهادي قوماندانان پرون د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په سرپل ولايت کې ترور شول.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: قوماندان نظام الدين له زوى سره يې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ددغه ولايت دمرکز په يوه اړونده سيمه کې ترور شو.
دغه راز يوبل جهادي قوماندان حاجي محمد نور د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا د سرپل ولايت په مرکز کې ترور شو.
خبرځاى وويل: د دواړو پيښو عاملين تښتيدلي او پوليسو د هغو د نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته