اقتصاد

دپلخمري دافغان نساجي دبريښنا قدرت له بيا رغونې وروسته له نهو ميګاواتو څخه پنځلسو ميګاواتوته رسيږي .

کابل باختر  د وري  شلمه .
دپلخمري دافغان نساجي دبريښنا قدرت له بيا رغونې وروسته له نهو ميګاواتو څخه پنځلسو ميګاواتوته رسيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دپلخمري دافغان نساجي دبريښنا بند چې اويا کاله مخکې دالماني انجنيرانو له خوا جوړ شوى دى اوس بيا رغونې ته اړتيا لري او که چيرې دبريښنا دغه بند بيا جوړنه شي  دهغه دبريښنا دانرژي توليدات کمښت مومي .
لکه څنګه چې همدا اوس توليدات يې داوبو دزيرمې په کاسه کې دخټو دراټوليدو له امله له پنځلسو ميګاواټو څخه نهو ميګاواټونه کمښت  موندلى دى خو دبغلان له ولايت څخه په نوى رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي چې دپلخمري  دافغان نساجي  دبريښنا دبند آمر انجنير محمد بشير وايي  چې  المان غواړي څه دپاسه څلويښت مليونه يورو په دغه  ولايت کې دبريښنا دبندونو دجوړولو په کار کې ولګوي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې همدا اوس ددواړو بندونو دتوربين دروازه او ماشين الات بيا جوړولو او نوي کولو ته جدي اړتيا لري  او له همدې امله بريښنا په سمه توګه نه توليديږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته