واشنګتن – باختر دمرغومي څوارلسمه
دامريکا دبهرنيو چارووزيره هيلري کلنتن له علاج او درملنې وروسته دنيويارک له روغتون څخه رخصته شوې ده .
ميرمن کلنتن دمعالجو ډاکترانو له خولې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په وينا کي ويل شوي دي چې دميرمن کلنتن روغتيايي حالت ښه شوى دى .
په وينا کې ويل شوي دي ميرمن کلنتن ليواله ده چې دبهرنيو چارو په وزارت کې خپل کار ته ستنه شي .
دبارک اوباما دجمهوري رياست په دويمه دوره کې چې نږدي درې اوونۍ وروسته په رسمي ډول پيليږي ميرمن کلنتن به نور دبهرنيو چارووزيره نه وي .
داچې اوس پنځه شپيته کلنه ده او زياته موده کيږي چې اعلام يې کړي دي نيت نه لري چې داوباما دجمهوري رياست په دويم دوره کې په دولت کې وي .
دميرمن کلنتن دسلامتيا مسئله درسنيو دځانګړي پاملرنې وړ وګرځيده چې نظر سنجونې ښيي دادامريکا دراتلونکي جمهوري رييسې په توګه دټاکل کيدو لپاره اوچت بخت لري .
0 1 دقیقه لوستل