ټولنه

په هرات کې په د يوماشوم د تيرى په تور، يوسړى په اته کاله بند محکوم شو

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په هرات کې يوې محکمې يو سړى په يو اته کلن ماشوم د تيرى په تور په اته کاله بند محکوم کړ .
په دغه سړى تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې يو ماشوم په هرات کې  له وهلو او ډبولو وروسته جنسي تيرى کړى دى.
قضاوتپوه غلام رسول منصور چې ددغې محاکمې مشرتوب په غاړه درلود؛ باختراژانس ته وويل چې دوى د دوسيې  او د موجودو سندونو اوشواهدو له څيړنې وروسته، دغه سړى په يو اته کلن ماشوم د تيرى مجرم وباله او په اته کاله بند يې محکوم کړ.
تورن دځان پرخلاف پريکړه رد کړه او د تميز غوښتنه يې وکړه.
د يوبل خبرله مخې : په  هرات ولايت کې يوسړى دخپلې ميرمنې د وهلو او ډبولو اوفحشا ته د اړ ايستلو په تور په اووه کاله بند محکوم شو.
په دغه سړى تورلګول شوى دى چې په وار وار خپله ميرمن يې په وهلو او ډبولو اوځورونې سره فحشا ته اړايستلې ده .
ددغه سړى ميرمن نن محکمې ته حاضره شوه او د خپل ميړه پرخلاف يې شاهدي ورکړه .
دې دقضائيه هيئت په وړاندې وويل چې په لسګونو ځلې په دې دليل چې دخپل ميړه په غوښتنه يې فحشا ته  غاړه نه ايښودله؛  ځورول شوې ده .
قضاوتپوه غلام رسول منصور چې د دغې محاکمې مشرتوب يې په غاړه درلود؛ باختراژانس ته وويل چې قضايي هيئت د دوسيې، سندونو او شواهدو او ددغه سړى دميرمنې دڅرگندونوله اورېدو وروسته، دى په اووه کاله بند محکوم کړ.
دغه سړى دځان پرخلاف لګول شوي تورونه ردکړل او له محکمې څخه يې دتميز غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته