کابل باختر د زمري شپاړلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دبدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو په امنيتي پوستې دبريد نيت درلود .
دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو په امنيتي پوستې دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
په همدې حال کې دبدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې څو کلي دوسله والوطالبانو لاس ته ورغلي دي .
دبدخشان ولايت پوځيان وايي چې ددغو کليو دبيا تر لاسه کولو لپاره عمليات پيل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل