غزني باختر د غبرګو لى ٢٤ مــــــه
په غزني ولايت کې د اسلامى ثقافت د مرکز د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو .
دغزني دوالى ويندوى باختر اژانس ته وويل دغه مرکز په غزني ښارکې د ملى اردو دد ريمې پلى لوا دقوماندانۍ په محدوده کې په اته جريبه ځمکه کې جوړيږي چې شپيته پروژي پکې تطبيقيږي
ده زياته کړه :په دې مرکزکې داستوګنې پنځوس کورو نه ، جومات ،ميلمستون ، د اسلامى ثقافت مرکز ، جمنازيوم ، ورزشي لوبغالۍ او سمسورى سا حې په پام کې نيول شوي دي.
دغزني د والى ويندوى زياته کړه : ددغې پروژې کار ددوو دا خلى ساختمانى شرکتونو له خوا له ځنډ پرته شپه او ورځ پرمخ بيول کيږي او په څلورو مياشتو کې بشپړيږى .
ويل کيږي د ولايت ددفتر او ښار جوړولو و زارت له خوا څه دپاسه يو مليونو اووه سوه زره ډالره ددغه مرکز په نورو پروژو کې لګيږي
ده څرګنده کړه : داسلامى ثقافت مرکز به ډيرې سترې ودانۍ ولري
او لګښت يې له پنځه ويشتو مليونو څخه تر ديرشو مليو نوډالر و پورې ددولت له بودجې اود غزنى دسيمه ييزو چاروکو له خوا ورکول کيږي .
سيمه ييز چارواکى وايي : ددغې پروژې په بشپړولو سره به د ٢٠١٣ م کال جشن په دغه مرکز کې جوړ شي
دغزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجا مع د ٢٠١٣ م کال په جشن جوړولو کې ددغې پروژې د کار پيل ارزښتناک و باله او ساختماني شرکتونو ته يې خبر داري ورکړ، په هغه صورت کې چې د جوړولو په کار کې يې بې کيفيته مواد وکاروى او يا بي پروا يي و کړي ، عدلى او قضا يي ادارو ته به معر فى شي.
ټا کل شوې ده غزني په ٢٠١٣ م کال د اسلامى نړۍ دثقافت مرکز شي