کابل باختر دسلواغي پنځمه
په جلال اباد ښار کې يوه ټولګټي پروژه داستفادې وړ وګرځيده .
په دې پروژه کې په جلال اباد ښار کې دکانالونو او بدرفتونو پاکول او پخول شامل دي .
دننګرهار ولايت دښار جوړولو درياست مرستيال انجنير محمد امين د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دا پروژه ديو موسسي په مرسته داووه اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده .
خبرځاى زياته کړه: دغې پروژې دلسو زرو کورنيو دچاپيريال ستونزه لري کړې ده .