سیاستخبرونه

جمهوررئیس د افغانستان لپاره د ترکیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د غبرګولي لومړۍ/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان لپاره د ترکیې د نوي سفیر جهاد ارګین ای باورلیک ومانه.

جمهوررئیس د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر ته په ورسپارل شوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې یې د ترکیې مناسباتو او همکاریو ته په اشارې وویل: افغانستان د دغو اړیکو دوام ته ژمن دی او د سولې په بهیر کې د یاد هیواد د هڅو قدرداني کوي. د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر جهاد ارګین ای پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او له افغانستان سره یې د خپل هیواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ وې ویل چې ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته