امنیت

په خوست ښارکې د ملکي وګړو ترمنځ مرګانۍ چاودنه

 خوست باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
په خوست ښارکې د يوې بمي چاودنې له امله څوارلس تنه شهيدان او څه ناڅه اته تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه نن په خوست ښارکې د کابل د موټرو په تمځي کې د دغه ښار په يوه ګڼ ميشته ساحه کې شوې ده.
د خوست د والي وياند مبارز ځدران له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه چاودنه تاييد کړه، خو له امله يې د سر د اوښتي زيان په باب څه نه ويل.
خو د خوست ولايت يو روغتيايي مسوول وايي چې په دې چاودنه کې ١٤تنه شهيدان او څه ناڅه اته تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د دغې پيښې زياتره قربانيان او ټپيان ملکي وګړي وو.
تر اوسه پورې د دغه مرګاني بمي بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغې پيښې عامل بولي.
په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني له ډار اچوونکو ډلو څخه غوښتي و چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي دې له ډار اچوونکو بريدونو څخه لاس واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته