امنیت

دطالبانو ددريو تنو قوماندانان وژل کېدل

کابل باختر دليندي دويمه
دوسله والو طالبانو  درې تنه مشهور قوماندانان په لوګر ولايت کې په پوځي عملياتو کې ووژل شول .
دوسله والو طالبانو قوماندانان  ملا ابوبکر ، ملا بشير او زرقاوي د سه شنبي په ورځ  دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو په جلا جلا پوځي عملياتوکې و وژل شول .
باختر اژانس  دناتو ديوي خبرپاڼې له خولې  وايي  چې دغه قوماندانان  ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريد پري وشو .
دناتو په خبرپاڼه کې دغه درې تنه دوسله والو طالبانو جګپوړي قوماندانان بلل شوي دي  او ويل شوي دي چې  دوى  په لوګر ولايت  او دهغه په نورو ګاونډيو ولايتونوکې  په زياترو نااراميو کې  رول درلود .
په خبرپاڼه کې  په دغو قوماندانانو په افغان پوځيانو او دناتو په ځواکونو او په ملکې وګړو د خونړيو تروريستي بريدونو دترسره کولو تور لګول شوي دي .
ويل کېږي چې  دغو قوماندانانو  دتروريستي بريدونو په رهبري سربيره  په پاکستان کې  ددغې ډلې  له مشرتابه سره  نږدي اړيکې هم لرلي .
ناتو وايي  چې ددغو پوځي عملياتو په بهير کې  په دغو قوماندانانو پوري اړوند  څو تنه نور  هم وژل شوي اويا ټپيان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته