سیاست

په کابل کې دجنوبي کوريانوي سفير له محمدکريم خليلي سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه .

کابل باختر د تلي لسمه :
په کابل کې دجنوبي کوريا جمهوريت نوي سفير نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  :
په دې کتنه کې په کابل کې  دجنوبي کوريا نوي سفير چايانګ چيل په افغانستان کې  دخپل ماموريت دپيل له امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ددواړو هيوادونو  ترمنځ  يې دمتقابلو همکاريو او دوستانه اړيکو  په دوام باندې ټينګار وکړ .
ده وويل  : جنوبي کوريا له٢٠١١ کال څخه راپدې خوا دافغان امنيتي ځواکونوله  روزنې سره په مرستې  برسيره  دروغتيايي خدمتونو دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ، کرنې او دمسلکي  زده کړو دودې  په برخه کې په لسګونو مليونه ډالره لګولي دي او ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې  په  مزارشريف ښارکې ددغه هيواد له مرستو  څخه دحرفوي زده کړي يو مرکز  هم جوړ شي .
  دجنوبي کوريا نوي سفيرله افغانستان سره دخپل هيواد دمرستو د دوام  ډاډ ورکړ  او ويې ويل چې متبوع هيواد يې دافغانستان له خلکو سره دمرستې په  خاطر په بيلابيلو برخوکې په کال کې  څه  ناڅه  شل مليونه ډالره  لګوي .
  وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي دافغانستان له خلکو سره دکوريا د دولت اوخلکو دمرستو او ګټورو همکاريو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې  دغه هيواد يې دافغانستان دخلکو له دايمي او ستراتيژيکي دوستانو څخه وباله  اوهيله يې وکړه  چې ددغه هيواد دنوي سفير رول وکولاى شي د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دټينګښت او دمتقابلو همکاريو د پراختيا په لاره کې ګټور  وي .
دجمهور رييس مرستيال له افغانستان سره دمرستې  ددوام لپاره دکوريا دسفير دتياري له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې نننۍ کوريا دپرمختګ   او ترقي   په برخه کې دنړۍ دمطرح هيوادونو له جملې څخه شميرل کيږي .
په کابل کې دجنوبي کوريا نوي سفير دې ته په اشارې سره چې ارتباطات په اقتصادي وده کې مهم رول لري دافغانستان  له دولت سره يې د معلوماتي او ارتباطي تکنالوژي له پراختيا سره دمرستې  په لاره کې  دخپل هيواد  دعلاقمندۍ خبر ورکړ او ويې ويل کوريا چمتو ده  هغه تجربې  چې داقتصادي ودې په برخه کې لري دافغانستان خلکو ته  وليږدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته