قندهار/ د کب/ ۱۴/ باختر
۲۴ وسله وال طالبان په قندهار کې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې یوې ډلې طالبانو د ژیړۍ ، شاه ولي کوټ او ارغنداب په ولسوالیو کې د پوځیانو پر بوستو یرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د میوند قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایی چې په دغو نښتو کې ۲۴ وسله وال طالبانو ووژل شول.
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
د یوبل خبر له مخې، پوځیانو د ۳۲ ماینونو په کشفولو سره په قندهار کې د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي .
پای / سعیده