امنیت

د اچین ولسوالۍ د انځری بازار له داعشیانو څخه پاکه شوه

کابل/ دتلې ١٢مه / باختر
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د انځری بازار سيمه د داعشیانو له شتون څخه پاکه شوه او ٤٠٠ متره سړک بيا ورغول شو.
د۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې له استولو سره ويلي دي: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کی په تېرو۲۴ ساعتوکی د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډوعملیاتو کې د انځری بازار د داعشيانو له شتون څخه پاکه شوه او په دې سیمه کې ۴۰۰متره سړک چی دغې تروريستي ډلې ويجاړ کړی و، له بيارغونې وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د يادونې وړ ده چې په دې سیمه کې هېوادوالو ته د امن فضا د برابرولو په موخه د دوو بیزونو او يوولسو امنیتي پوستو د جوړولو چارې روانې دي.
د یو بل خبرله مخی :
د۲۰۱سېلاب قول اردو د ماین پاکۍ ټیم د ننګرهار د خوږياڼيو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې د وسله والو طالبانو یو ځای پرځای کړای شوي ماين کشف او شنډ کړ.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته