کابل، د کب ۱۷مه، باختر
په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د «وو وي» په نوم د چینایي لوژیستکي کمپنۍ له عمومي رئیس هونګ مینګ فنګ سره وکتل.
په دې کتنه کې د یادې کمپنۍ رئیس هونګ مینګ فنګ وویل چې اوس مهال یې په تاشکند او ګرجستان هېوادونو کې د ازادې سوداګرۍ د پراختیا په موخه مجهز لوژیستک مرکزونه جوړ کړي او غواړي چې د افغانستان په حیرتان او مزار شریف کې هم د ورته مرکزونو په جوړولو کې سرمایه ګذاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې اماده دی، له چین څخه افغانستان او له افغانستان څخه چین ته د افغاني او چینایي مالونو د انتقال په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.
په ورته خت کې مولوي بلال کریمي د نوموړې کمپنۍ مشر ته د هرکلي ترڅنګ له خپله اړخه په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت دې ته ترجیح ورکوي، ترڅو د مالونو د انتقال دهلېزونه متنوع، لنډ، ارزانه او په منظم ډول ترې استفاده وشي.
دغه راز دواړو خواوو د سوداګریزو آسانتیاوو او اړونده اقتصادي مسایلو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.