خبرونهامنیت

کونړ کې شخصي دښمنۍ کې ۴ تنه وژل شوي

کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر

د کونړپه چپې درې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورپه منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني، چې په جریان کې یې ۴ تنه وژل شوي، په ورورۍ بدله شوه.  

د چپې درې ولسوال مولوي سیدولي ساجد وایي د دغو کورنیو ترمنځ دښمني د ځمکې د وېش پر سر رامنځ ته شوې وه، چې د اسلامي امارت په هڅو پای ته ورسیده. 

هغه زیاته کړې، په ټول هیواد کې د سولې او امن فضا رامنځته شوې او ولایتي اداره د قومي مشرانو سره یو ځای هڅه کوي، چې دغه ولایت کې د خلکو ترمنځ راولاړې شوې شخړې او د ښمنۍ حل او ورته د ګډ ژوند تیرولو مناسبه فضا رامنځته کړي.

ددواړوکرونیوغړي په دغه روغه جوړه خوښ دي اوپه تیره دښمنۍ باندي پښیمانه دي.

جرګې پرېکړه کړې چې د سرغړونې په صورت کې به سرغړونکی ۵ میلیونه افغانۍ جریمه کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته