خبرونهټولنهروغتیا

کندز کې ۱۳ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د کندز د خوړو او درملو ادارې مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۳ ټنه بې کیفیته خوراکي توکو او تاریخ تېره درملو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د دغه ولايت د خوړو او درملو ادارې آمر جمعه‌ګل شمسي باختر آژانس ته وويل چې نن یو ځل بیا د تېرو څلورو میاشتو په موده کې له پلورنځيو او درمل پلورونکو څخه شاوخوا ۱۳ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول کړل سوي وو چې په ابدان دښته کې وسوځول شول.
شمسي زياته کړه چې تر دې دمه یې د هغو ۳۰ درملتونونو دروازې تړلي چې د دغې ادارې له طرزالعمل خلاف درمل یې پلورل.
هغه یو ځل بیا له ټولو درمل او خوراکي توکو له پلورونکو وغوښتل چې په ولسونو تاریخ تېره مواد ونه پلوري.
جمعه‌ګل شمسي په خبره په تېرو ۹ میاشتو کې دغې ادارې د کندز او یو شمېر ولسواليو کې ۱۵۳ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.‌
په همدې حال کې د کندز ښاریان هم د خوړو او درملو ادارې له دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ په ټولو ملي سوداګرو او هټيوالو غږ کوي چې نور دې په خلکو تاریخ تېره توکي و نه پلوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته