فرهنګ

جمهور رئیس غني: د خبریالانو وړاندیزونه دې د ژمنو په جدول بدل شي

کابل/باختر/ د مرغومي د میاشتې ۱۹مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هېواد د ۳۴ ولایتونو له یو شمېر آزادو خبریالانو سره په جوړه شوې غونډه کې چې د حکومت ویندویانو هم په کې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې عبدالبصیر حقجو، وږمې توخۍ، فرهاد جویا او سیمین صدف د خبریالانو د ملي ناستې د بېلابېلو ګروپونو په استازیتوب په افغانستان کې د رسنیز تحول، د خبریالانو د عمده ستونزو، جمعي رسنیو او ټولنیزو شبکو، رسنیو او عامه افکارو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه، ستونزې او حل لارې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
هغوی د بیان له آزادۍ او خبریالانو څخه د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني د همېشني ملاتړ مننه وکړه او په دې برخه کې شته لاسته راوړنې او پرمختګونه یې د قدر وړ وبلل.
جمهوررئیس غني د ښه راغلاست پرمهال د دوی له جامع تحلیل، رغنده نظریاتو او عادلانه وړاندیزونو څخه په مننې وویل، د خبریالۍ د ستونزمنې دندې انتخاب له وطن، قانون او ملي ګټو سره ستاسو مینه ښیي.
جمهوررئیس غني وویل، د مسوول، ځواب ویوونکي او په قانون ولاړ ولسواک دولت ایجاد زموږ ملي مسوولیت دی او د ثبات موضوع باید په اساسي توګه حل کړو او د هېواد د اصلي مالکانو په توګه مسوولیت ومنو. 
جمهوررئیس د فعال اقتصاد ایجاد د بې وزلۍ او وزګارتیا د له منځه وړلو لپاره ګټور وباله او وې ویل، د فعال اقتصادي سیستم له لارې باید پرځان متکي شو.
هغه زیاته کړه: آزاد خبریالان دې په اقتصادي بحث کې شریک شي.
د هېواد جمهوررئیس د څلوېښت کلن بحران او جنګ د پایته رسولو لپاره د سولې د فرهنګ ایجاد مهم وباله او زیاته یې کړه، موږ پایداره سوله غواړو او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو. هغه ټینګار وکړ چې د سولې عمده نقاط باید په ملي بحث بدل شي.
جمهوررئیس غني د افغانستان پېژندنې او د ملي یووالي په ټینګښت کې د خبریالانو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو.
هغه زیاته کړه، موږ داسې تحول غواړو چې د دایمي ثبات او هوساینې لامل شي.
محمد اشرف غني وویل، موږ د اسیا څلور لاره او دنیا محوره نقطه یوو، له همدې امله زموږ ثبات یوازې زموږ نه، بلکې د ټولو لپاره مهم دی. هغه زیاته کړه، له هیڅ هېواد سره دایمي دوستي او دښمني نه لرو، موږ د خپلو ملي ګټو مطابق عمل کوو.
محمد اشرف غني د جمهوررئیس ویاند محمدهاورن چخانسوري ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو ټول وړاندیزونه او نظریات د ژمنو په جدول بدل او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي، ځکه د عملي کولو په برخه کې یې د ټولو ادارو تعهد پکار دی. 
جمهوررئیس غني د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ته لارښوونه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ او د ښځینه خبریالانو ځانګړو مسایلوته دې رسیدګي وشي.
جمهوررئیس ټينګار وکړ چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق باید سم مدیریت او په عادلانه ډول ووېشل شي. همدارنګه یې لارښوونه وکړه چې د دولتي اعلانونو د عادلانه وېش وړاندیز دې د کابینې غونډه کې مطرح شي.
جمهوررئیس له خبریالانو څخه وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه مشخص وړاندیزونه دې د ملي امنیت سلاکار سره شریک کړي.
هغه زیاته کړه، پلټوونکي راپورونه به د قانون د حاکمیت عالي شورا کې د بحث په پایله کې طبقه بندي شي.
جمهوررئیس د نظام د مشروعیت او د سولې پروسې په برخه کې د جمهوررئیس د قانوني صلاحیتونو د اعمال لپاره پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د فساد ضد مبارزه حیاتي او د ولس مهمه غوښتنه ده، نو غل، غاصب او فاسد چې هیڅ قوم ته منسوب نه دی، دوی ته دې قومي بیمه نه ورکول کېږي.
هغه څرګنده کړه، د خپلواکۍ سلیزه باید په ملي بحث بدله او د عظیم ملي جشن په توګه ونمانځل شي.
هغه زیاته کړه، د اماني دورې ټولې تاریخي ماڼۍ بیا رغاول کېږي او همدارنګه به د کابل بالاحصار د بیا رغاونې چارې هم پیل شي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته