خبرونهاقتصادټولنه

کندز کې د ۷۰ کيلو متره  کانال د پاکولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر

د کندز د پنج آمو سیندیزې حوزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۷۰ کیلو متره کانال د پاکولو چارې پيل شوې دي.

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حکمت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د( ډي.آی) مؤسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د شاغاسي کلي څخه تر پنجه پله پورې د ۷۰ کيلو مترو په اوږدوالي د یوه کانال د پاکولو چارې پیل شوې چې ۱۳۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي.

یاده دې شي چې د یاد کانال د پاکولو پروژه کې ۴۳۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته