روغتیا

ډاکتـــره حفيظه امرخيل: د زيږونونو ترمنځ وقفه د ميندو د روغتيا او سلامتيا ضمانت کوي

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
د ملالۍ د ولادي او نسايي روغتون سرپرسته وايي چې د زيږونونو ترمنځ  وقفه په هېوادکې د مړينې د کچې د ټيټوالي يوه مناسبه  لاره ده .
ډاکتر حفيظه امرخيل وايي چې د دغه روغتون ټول مسلکي کارکوونکي د زيږونونو د خطرونو په باب د خپلو دندو ترڅنګ په پر له پسې توګه د زيږونونو  ترمنځ د وقفې ګټې هم ميندو او ښځو ته په پراخه توګه بيانوي.
دې  وويل: د ملالۍ ولادي او نسايي روغتون په اوس وخت کې د ولادي او نسايي او د جراحۍ د پيښو په ډيرې زياتې مراجعې سره د تيرو وختونو په پرتله ښه روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي او د مړينې پيښې هم ډيرې ټيټې کچې ته رسيدلې دي.
ډاکترې حفيظې امرخيل چې د باختر آژانس له خبريال سره يې خبرې کولې؛ وويل : د ملالۍ ولادي او نسايي روغتون د تيرو وختونو په پرتله د ولادي اونسايي پيښو زيات مراجعين  لري .
دې  وويل: په کابل ښارکې د وګړو شمېر د هرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي او دغه روغتون ته دپيښو مراجعه هم مخ په زياتيدو ده؛ خو موږ په پخوانيو آسانتياوو سره اړو ميندو ته ښه روغتيايي خدمتونه وړاندې کوو.
د ډاکترې امرخيل د څرګندونوله  مخې: په دې روغتون کې په ٢٤ ساعتوکې  د سيزارين نږدې ٣٠  پيښې تر سره کيږي؛ يعنې ماشوم  د جراحۍ په  عملياتو سره د مور له ګيډې څخه ايستل کيږي او دغه راز په ٢٤ ساعتوکې تر ١٢٠ ولادي پيښو  پورې دغه روغتون ته مراجعه کوي .
دې يوځل بيا له ميندو څخه وغوښتل چې د زيږونونو ترمنځ وقفه دې په پام کې ونيسي او د دغه چلند په رعايتولو سره هم خپله سلامتيا ساتي او هم يوه نيکمرغه  کورنۍ جوړوي.
ډاکترې حفيظې امرخيل څرګنده کړه چې له قانوني عمرڅخه مخکې د نجونو ودول  هم حياتي خطر رامنځته کوي او ميندې او پلرونه دې بايد دغه جدي خطرته متوجه  و اوسي او ترهغه وخته پورې چې لوڼې يې قانوني عمر بشپړ کړى نه  وي؛ هغوى  ودونو ته اړې نه کړي .
دې له اميدوارو ميندو څخه وغوښتل چې د ماشوم تر زيږون پورې دې تل اړونده  ډاکتر مراجع  وکړي او د ډاکتر له سپارښتنو سره سم دې عمل وکړي چې له يوې خوا ماشوم سالمه وده وکړي او له بله پلوه د زيږون په وخت کې هم مور او هم ماشوم  له ستونزو سره مخامخ نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته