سیاستخبرونهټولنهTOP

کاتارینا ريتز: د سره صلیب نړیواله کمېټه به د افغانستان له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي

کابل، د کب ۹مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیسې کاتارینا ریتز سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. 

 د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیسې مېرمن کاتارینا ریتز په دغه کتنه کې د اسلامي امارت له همکاریو په مننې په راتلونکي کال کې د خپلو برنامو او کاري لومړیتوبونو په اړه مالومات وړاندې کړل او ویې ویل چې له افغانستان سره د یاد بنسټ همکاري اوږده مخینه لري او ډېری فعالیتونه یې د روغتیا، انرژۍ او اوبو او بندیانو ته د رسیده ګۍ په برخو پورې متمرکز دي.

هغې ډاډ ورکړ، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه به په بېلابېلو برخو له هغې ډلې بزګرانو او هغو کورنیو سره چې د نفقې پیدا کولو سړي یي په جنګونو کې له لاسه ورکړي دي، خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړه، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو اووه مرکزونه لري، چې هره میاشت تر لسو زرو ډېرو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. 

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې په تېره شل کلنه دوره کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرستو په ځانګړي ډول بندیانو ته یې د مرستو او رسیدګۍ قدرداني وکړه.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې له افغانانو سره د دې کمېټې مرستې دوام ومومي.

 د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدارنګه زیاته کړه، چې افغانستان د طبیعي پېښو لکه زلزلې، وچکالۍ او اجباري بېرته راستنېدونکو کډوالو څخه د رامنځته شویو زیانونو له امله زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

 مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت ترڅنګ د سره صلیب نړیوالې کمېټې او نورو نړیوالو بنسټونو همکاري په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم دي.

باید وویل شي، چې ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت ځواکونه به هېڅوک هم بېګناه یا د ژبې او قومیت پربنسټ زنداني نکړي او دغه راز د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته