-کابل/ دوږي ٣مه /باختر
په ننګرهار کې جوړې شوي سړه ونکي وسايل ورو ورو نړيوالو بازارونوته لاړه پرانستې ده .
اوس د افغانستان بازارونه هم په ننګرهار کې د جوړوشويو سړه ونکو له وسايلو څخه ډک دى .
د ننګرهار د سړه ونکو وسايلو د جوړولو فابريکې زياتره په جلال ابادښار کې موقعيت لري .
د دغو فابريکومسوولين وايي چې په هېواد او بهر کې د بازارونو غوښتنې زياتې شوي دي . او دوى هم د خپلو توليداتو کچه زياته کړې ده .
د افغانستان په ننګرهار کې توليد شوي سړه ونکي وسايل د برېښنا په لږ لګښت سره کولاى شي فعاليت وکړي .
په ننګرهار کې د سړه ونکو وسايلو يوتن توليدونکى ابراهيم وايي چې اوس د ظرفيت په جوړولو سره کولاى شي په ورځ کې ترپنځوسو پورې سړه ونکي وسايل توليد کړي .
هغه وويل چې خپل توليد شوي سړه ونکي وسايل د افغانستان د بازارونو تر څنګ پاکستان ،هند ، چين اويوشمېر عربي هېوادونو ته هم صادروي.
په ننګرهار کې د هر سړه ونکي بيه ١٥٠٠ افغانيو څخه تر ٥٠٠٠ افغانيو پورې ده او په نورو هېوادونوکې د دغو وسايلو بيه ارزانه ده .
په ننګرهار کې د سړه ونکي وسايلو توليدي فابريکې په نړۍ کې د نوروتوليدي فابريکو په څېر د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيات زيانونه زغملي دي د دغو فابريکومسوولين وايي اوس چې په هېواد کې کرونا کمښت موندلى دى د دوى کار بيا پيل شوى دى.
په افغانستان کې موسمي تودوخه د دې سبب شوى دى چې خلک د بادپکې ترڅنګ د خپلو کورونو د سړه ولولپاره ښه لاره پيداکړي .
ختم _ ج _اکرم
7 1 دقیقه لوستل