خبرونهاقتصادټولنه

کابل کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې شوې

کابل، د وري ۴مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د څوارلسمې ناحیې د پغمان سیمې اړوند د ۹م ګذر قلعه وزیر، د ۱۳م ګذر خواجه مسافر، ۱۴م ګذر قلعه آغرخان او د ۱۷م ګذر په فنایان سیمو کې د سړک او کوڅو جوړولو ۴پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د برنامو او پروژو د تنظیم رئيس انجنیرمیرالرحمن ناصري وويل چې دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاريانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د کاري زمينې د برابرولو په موخه پلې شوې دي.
ناصري زیاته کړه چې، په ۹م ګذر کې د سړک جوړولو پروژه ٨٨٤ متره اوږدوالى او ۵ متره سور، په ١٣م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه ١١٢٠ متره اوږدوالى او له ٣.٤ څخه تر ٤.٥ مترو پورې سور، په ١٤ م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه ٩٣٠ متره اوږدوالى او ۳ متره سور، او د دې ناحیې په ۱۷م ګذرکې د ۱۱۶۷ مترو په اوږدوالي او د ۴ او ۵ مترو په سور سره د سړک او کوڅې جوړول شامل دي چې، په ټولیزه توګه د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړې شوې دي.
یاده د وي چې له دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ له لوري ښاريانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د کاري زمينې د برابرولو په موخه سلګونه دې ته ورته پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته