خبرونهامنیت

کابل ښار کې ۵ کسان د غلا په تور ونیول شول

کابل، د کب ۱۳مه، باختر

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۵ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل د امنیې قومندانې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د ښار اړوند د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو له لوري نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو به د کابل ښار په مختلفو سیمو کې له خلکو څخه د مبایلونو غلاګانې کولې، چې د پولیسو له لوري له ۳۰ سیټه مبایلونو سره یوځای ونیول شول.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د یادو کسانو دوسيې به تر بشړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته