امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په بادغيس ولايت کې ووژل شول

کابل  باختردکب دمياشتې  ٥ :
په بادغيس ولايت کې تيره شپه په يوه وسله واله نښته کې درې تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار غلام رسول باختراژانس  ته وويل،  دغه جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
دبالا مرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه چې وسله وال طالٍبان دسردزيان په زغملو سره لوړو ساحو ته تښتيدلي دي اودهغوى يوه اندازه درندې اوسپکې وسلې دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده څرگنده کړه چې په دې نښته کې دملي اردو ځواکونو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته