خبرونهTOPټولنه

کابل ښاروالۍ د نيالګيو کېنولو کمپاین پيل کړ

کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر:
کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد نن د بي بي مهرو( وزيرمحمد اکبرخان) د غونډۍ په ساحه کې د يوه نيالګې په کېنولو سره د نيالګيو د کېنولو سراسري کمپاين پيل کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کمپاين کې د کابل ښاروالۍ معين مولوي عصمت الله عاصم د اسلام د مبين دين له نظره د نيالګيو کېنولو او د شنې فضا د پراختيا پر ارزښت خبرې وکړې.هغه وويل چې په ښار کې د شنو سيمو شتون بسنه نه کوي.
د کابل ښاروالۍ معين د ښار د سمسورتيا په لاره کې د کابل ښاروالۍ د زياتو او اغيزمنو هلو ځلو او کار ډاډ ورکړ او د کابل له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو کورونو مخې ته د يوه نيالګي په اېښودلو سره خپله ښاري ونډه ترسره او د ښاروالۍ له کارکوونکو سره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه چې د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو په تېره بيا ملي سوداګرو سره په اړيکه کې دی چې د زياتو نيالګيو په برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي ځکه د هغه په خبره د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا په رياست کې روزل شوي نيالګي د ښار سمسورتيا لپاره کافي نه دي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا رييس مولوي عبدالوکيل متوکل په کابل ښار کې د څه د پاسه دوه سوه زرو نيالګيو او د ګلانو د سلو زرو بوټو د اېښودلو لپاره د دغه رياست د تيارۍ خبر ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چې په دې کار کې ونډه واخلي.
دغه راز د کابل ښار د ګذر وکيلانو او د خلکو په استازيتوب حاجي وزيرګل د١٤٠١ کال د نيالګيو د اېښودلو کمپاين يو ګټور ګام وباله اوژمنه يې وکړه چې د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا رياست د پروګرامونو په تطبيق کې به همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ وياند نعمت الله بارکزي له متشبثينو او ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې په دې کمپاين کې ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده چې کابل ښاروالۍ د ډول ډول نيالګيو پر اېښودلو سربېره د ښار د نيالګيو او ونو د خړوبولو لپاره هم يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې کابل ښار په يو سمسور ښار بدل شي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته