امنیت

دداعش د ډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ونيول شول

کابل باختر دوږي دمياشتې دريمه نيټه  :
دداعش دډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان پرون ناوخته دکوټ او دوربابا په ولسواليو کې دځانګړو عملياتوپه بهيرکې ونيول شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  دداعش دډلې    سيمه ييزقوماندانان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ده وويل  نيول شوي کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په داعش ډله کې په خپل
غړيتوب اعتراف کړى دى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دننګرهار پوليسو دطالبانو د  جنګي وسايلو ددريو ډپيو ګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې  دننګرهار ولايت  دخوږياڼيو ، اچين  او بټي کوټ  په ولسواليو کې ترلاسه شوي دي.
دننګرهار ولايت  يو امنيتي مقام  وايي له  دغو ډيپوګانو څخه  سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي  توکي ترلاسه   شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته