خبرونهټولنه

کابل د شېر دروازې غره اړوند په زرغون کمربند کې ۲ زره نیالګي کېنول شول

کابل، د وري ۲۹مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ښاري سیمو د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د شېر دروازې غره اړوند په زرغون کمربند کې ۲زره میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېنول.
د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وویل چې د شېر دروازې غره د زرغونتیا په موخه به لا ډېرې هڅې وشي ترڅو یاده سیمه ښاریانو ته په یوه زرغون او مناسب تفریحي ځای بدله شي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وویل: “دا چې له یوې خوا زرغونې سیمې او ځنګلونه د باران اورېدو لامل ګرځي او له بل لوري زرغون کمربند د هوا د پاکولو په برخه کې رغنده رول لري؛ په همدې موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي د شېردروازې غره په زرغون کمربند کې د زرګونو نيالګيو او ونو په خړوبولو، ساتنه او پالنه بوخت دي”.
نوموړي زیاته کړه چې، اوس مهال په دغه سیمه کې ۱۲۰۰ د بادام او ۸۰۰ نور زینتي نیالګي کېنول شول ترڅو د یادې سیمې ښکلا لا ډېره شي.
د يادونې وړ ده، چې د شېر دروازې غره د زرغون کمربند سیمه او نیالګي اوس مهال د اوبو د یوې زېرمې، چې د غره د پاسه جوړه شوې ده د واټر پمپ او قطره يي سیسټم په وسیله خړوبېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته