کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر
مسلمان چيني سوداګر عيسی محمد د هرات له والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار سره وکتل.
نوموړي د دې کتنې موخه په هرات کې پانګونه وبلله.
عيسی محمد د دغه سفر او په افغانستان کې د پانګونې موخه په دغه هېواد کې سراسر امنيت او انسان دوستي وبلله.
د هرات والي په دې کتنه کې وويل، چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب ځاى دى او د هرات سيمه ييزې ادارې مسوولين او د اسلامي امارت مشران له ملي او نړيوالو سوداګرو هر اړخيز ملاتړ کوي.
د يو بل خبر له مخې؛ چيني سوداګر محمد عيسی د هرات د اطلاعات او فرهنګ له رئيس سره وکتل.
نوموړي په دې کتنه کې وويل څرنګه چې افغانستان زيات کانونه لري ټاکل شوې ده چې چيني سوداګر د کانونو د اېستلو په برخه کې پانګونه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، د خوښۍ ځاى دى چې بهرني سوداګر په بشپړ ډاډ او امنيت سره د هرات له بېلابېلو ځايونو کتنه کوي.
مولانا حقاني د هرات له کانونو، د سمنټو د پروژې يادونه وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان اسلامي امارت چمتو دى، چې د اصولو له مخې د بهرنيو هېوادونو له دولتي او خصوصي شرکتونو سره قرارداد وکړي.
\ ج