کابل/ د وري٢٤ مه / باختر
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وایي؛ په روان کال کې زیاتو کډوالو او راستنیدونکو ته د پوهنې، روغتیا، پاکو اوبو او نورو برخو کې اسانتیاوې برابروو.
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر لیونارد زولو سره وکتل.
په دې کتنه کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو لپاره د پروګرامونو او همکاریو په اړه خبرې وشوې.
لیونارد زولو وویل: موږ غواړو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړو چې کډوالو او بې ځایه شویو ته غوره خدمات وړاندې کړو.
هغه وویل: په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په نورو ولایتونو کې د پنځو ښارګوټو ترڅنګ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په همکارۍ کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړو او هڅه به وکړو چې په لرو پرتو سیمو کې اړمن کسان په نښه او مرسته ورسره وکړو.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د دوی د همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې سږ کال به د ښوونې او روزنې، روغتیا، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو ترڅنګ ګڼ شمېر کډوالو او راستنیدونکو ته چې هېواد ته راستنيږي اسانتياوې برابرې کړو.
حقاني همداراز د کډوالو او بې ځایه شویو لپاره د حرفوي زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه زيات کډوال بېرته هېواد ته راستنېږي.
\ ذ