ټولنه

د جوزجان د ښځو ترمنځ رواني ناروغۍ زياتې شوې دي

شبرغان باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
په روان کال کې د تېرکال په پرتله په جوزجان ولايت کې په رواني ناروغيو د اخته ښځو شمېر په سلوکې څلويښت زيات شوى دى.
په جوزجان ولايت کې د رواني روغتيا د روغتون مسوول ډاکتر محمداسماعيل شيوا باختر آژانس ته وويل چې د تېر کال  په لومړيو دوو مياشتوکې درې زره تنو ښځو دغه روغتون ته مراجعه کړې وه او د روان کال په همدې موده کې پنځه زره تنه ښځې د رواني ناروغيو د علاج او درملنې په موخه په دغه روغتون کې ثبتې شوې دي.
د ډاکتر شيوا د څرګندونو له مخې: د دغه ولايت د ښځو ترمنځ د رواني ستونزو پيښې کله کله نوساني حالت لري چې زياتره د هغوى ترمنځ د ستونزو د زياتوالي سبب کيږي او يو زيات شمېر ښځې د رواني ناروغيو د فشارونو تر اغيزې لاندې راځي او په ځان وژنې لاس پورې کوي .
ډاکتر شيوا د جوزجان د ښځو ترمنځ د رواني ناروغيو د زياتوالي اصلي علت  بېوزلي له ټاکلي وخت څخه مخکې ودونه او په نشه يي توکو د ميرمنو د ميړونو روږديتوب وباله او زياته يې کړه چې يو زيات شمېر دغه ميرمنې له اندازې څخه زيات د خپلو اولادونو د شمېر له امله هم سر ټکوي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته