کابل /دکب ۴مه /باختر
د جوزجان د ژوندانه د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د هغو ډوډۍ پخوونکو او حمامونو څارنه پیل کړې چې بې کیفیته سون توکي کاروي.
د هغوی د څرګندونو له مخې؛ د بې کیفیته سون توکو استفاده د هوا د ککړتیا سبب کېږي او هغه اصناف چې بې کیفیته سون توکي کاروي، له هغوی سره جدي چلند کېږي.
د جوزجان د ژوندانه د چاپیریال ساتنې ریاست یو خبرځاى د باختراژانس خبریال ته وویل: دغه اداره په پام کې لري چې د ژوندانه د چاپیریال ساتنې د ککړتیا د مخنیوي په خاطر د هغو حمامونو او نورو اصنافو د فعالیت مخه ونیسي چې بې کیفیته سون توکي کاروي.
ج-ا