– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د یوه قوماندان په ګډون ۴ وسله وال طالبان تيره شپه د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد هوايي ځواکونو د بادغيس د قادس ولسوالۍ په کوچني قادس کلي کې د وسله والو تروريستان پر يوې قرارګاه بريد وکړ چې په پايله کې د ملا عبدالرشيد زوري په نامه د طالبانو يو قوماندان له درېو ملګرو سره یې ووژل شو او د د دې ډلې د يوه سرګروپ ملا سلام په ګډون ۵ نور تروريستان ټپيان شول.
په بريدونو کې د دښمن څو قرارګاوې هم له منځه يوړل شوې.
پاى \ ذ
4 د یوې دقیقې څخه لږ