کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د داعش د ډلې د پيسو د راټولولو مسوول ونيول شو.
ملاجاويد د ملي امنيت د منسوبينو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو.
دى د ننګرهار ولايت د روداتو د ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او اوس د پېښور ښار په حيات اباد کې ژوند کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ چې ملاجاويد په ننګرهار کې د داعش ډلې ته د پيسو د راټولو مسوول و.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ نيول شوي سړي د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه د جزيې د اخېستلو په ګډون له بېلابېلو لارو داعش ډلې ته پيسې راټولولې.
نيول شوي سړي په داعش ډله کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې؛ د دغې ډلې له خوا يې په ننګرهار ولايت کې د پيسو د راټولولو مسووليت په غاړه درلود.
ملاجاويد وايي: له دغو پيسو څخه به داعش په ننګرهار ولايت کې په ډار اچوونکو بريدونو کې استفاده کوله. پاى جذ
1 1 دقیقه لوستل