خبرونهاقتصاد

پکتیکا کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ کوچنيو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د وري ۵مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو کوچنيو ذخیروي بندونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې دغه بندونه په تروې، په وازیخواه، خیرکوټ، نکه او په چهار بران ولسواليو کې د یاد وزارت له لوري د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
هېره دې نه وي چې د دغو بندونو د چارو په بشپړېدو سره به ۴۲ زره ۵۱۱ متره مکعب اوبه زېرمه شي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړېدو کې به اغېزمن رول ولوبوي او د اوبو په برخه کې به د نوموړو ولسوالیو د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته