کابل باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
د ملي دفاع وزارت په چاڼيزو عملياتوکې د دوه څلويښتو تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ.
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په بېلابېلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې د دوو تنو داعشيانو په ګډون ٤٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٣ تنه نور يې ټپيان شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د توپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ د ننګرهار، غزني، خوست، بلخ، جوزجان، فارياب، کندز، بغلان، بدخشان او د هلمند په ولايتونوکې ترسره کړل چې په نتيجه کې د دوو تنو داعشيانو په ګډون دوه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې څلويښت تنه نوريې ټپيان شول.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل