خبرونهورزش

پکتیکا کې د والیبال سیالۍ د بکخېلو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۲۰ مه، باختر

د پکتیکا د بدني روزنې او سپورت آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي کلي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د بکخېولو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د بکخېلو او غیبي خېلو (بي) لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې د بکخېلو لوبډلې ۰/۲ میدانونو په توپير سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو موخه ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرول وو، چې د لوبې په پای کې ګټونکو لوبډلو ته ډالۍ ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته