کابل، د مرغومې ۲۵ مه، باختر
د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د بندیانو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د B لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د والیبال فدراسیون او مرکزي زندان د مسوولینو له لوري د درېیوو (A, B, C) لوبډلو ترمنځ د والیبال ۷ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې وې چې د B لوبډلي خپلې A لوبډلې ته د ۲-۱میدانونو په توپیر سره ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د لوبوګټوونکو ته د نورو جایزو ترڅنګ د امنیت آمر ملا جاوید بدري له لوري لومړۍ او دویم مقام ته نغدي جایزې هم ورکړل شوې.