سیاست

دسترې محکمې رييس دامريکا دنړيوالې پرمختيا دادارې داداري فساد له څيړونکي سره وکتل .

کابل باختر دتلي اتمه :
دسترې محکمې  رييس قانونپوه   سيد يوسف  حليم نن  په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا دادارې د اداري فساد له څيړونکي ډاکتر لارنس رابرتسون سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې لومړى ډاکتر رابرتسون  دهغو موخو په باره کې چې په ده پورې داړونده بنسټ په واسطه په اقتصادي  اوسياسي اړخونو کې په افغانستان کې د اداري فساد دحالت دارزونې   په برخه کې ترسره کېږي رڼا واچوله او زياته يې کړه دامريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې داداري فساد  په وضعيت دپوهاوي په مقصد هراړخيزه مطالعه پيل کړې ده .  او په دې  بهير کې  هوډمن دى چې دغه پديده  دافغانستان په اقتصادي اوسياسي وضعيت دهغې داغيزو  په لحاظ  مطالعه کړي او ددولت په پلانونو او پروګرامونو په پوهيدو او دننګونو په پيژندنې او دمناسب حل دلارو په موندلو سره دهغې پرخلاف  مبارزه کې دفني او تخنيکي  مرستو زمينه  برابره کړي .
وروسته دسترې محکمې رييس له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې ددولت دهراړخيزې ستراتيژى په باره کې  چې ( دقانون  دواکمنى او په عدالت د لاسرسۍ ) دشاخص  پربنسټ قضايه قوه مهم مکلفيتونه په غاړه لري  رڼا واچوله او دقضايه قوې داصلاحاتو او دقضايي ريفورم دبرنامې او دغه راز دعمل دبرنامې چې له عيني اړتياوو سره  سم برابرې شوې دي يادونه وکړه چې پربنسټ  يې  په تيرو  دوو کلونوکې دقضا په ساحې پورې داړوندو قوانينو او کړنلارو داصلاح ، له اداري فساد سره دمبارزې او دشفافيت درامنځته کولو ، دتشکيلاتي جوړښت دبيا کتنې او دتورم  دمخنيوي ، دهېواد په مرکزاو ولايتونو کې  دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي او داداري فساد دمحکمو درامنځته کولو اودغه رازداداري فساد دعدلي او قضايي مرکز په چوکاټ کې داداري فساد ددرندو جرمونو دڅيړنې دابتداييه او استيناف محکمو درامنځته کولو ، دقاضيانو دظرفيت لوړولو ته دپاملرنې ، دستندرد  داصولو او معيارونو  په  رعايتولو سره دقاضيانو دټاکنو ، له اداري فساد سره دجدي مبارزې په کار کې دقضايي  مراقبت   دادارې دپياوړتيا او له عدلي ادارو سره دمطلوبې   همغږى دتامينولو  په برخه کې ګټور اقدامات ترسره  شوي دي .
دسترې  محکمې  رييس دغه راز زياته کړه چې له فساد سره په مبارزه کې ددولت اساسي لومړيتوبونه شامل دي لکه څنګه چې همدااوس دقانون دواکمنۍ او له اداري فساد سره دمبارزې عالي شورا دجمهور رييس په مشرۍ  دکابينې عدلي اوقضايي کميټه دجمهوري رياست ددويم مرستيال په مشرۍ ،  له اداري فساد سره دمبارزې خاصه کميټه دلوى څارنوال تر نظر لاندې او دغه راز دنورو فرعي جوړښتونو رامنځته کول ښيي  چې له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې اساسي بنسټونه جوړشوي دي، قوانينو ښه انتظام پيداکړى دى او په دې برخه کې ګډه مبارزه دوام لري .
دسترې محکمې رييس په همدې ترتيب  زياته کړه چې دچارو په سرکې  دسالمو افرادو دګومارلو او له اداري فساد  سره دمبارزې په ګډون داصلاحي پروګرامونو  دتطبيق په پايله  کې دقضاپه دستګاه دخلکو داعتماد کچه لوړه شوې ده دخپلو ستونزو دحل کولو په منظور محکمو ته  دخلکو مراجعې زياتې شوي دي او په مدني ، سوداګريزو ، جزايي   او دشخصيه احوالو په ساحو کې  قضيې په ابتداييه ، استيناف  او تميز په پړاونو کې په ټاکلو  قانوني وختونوکې حل او فصل کېږي چې دنظام داصلاح او دفساد دکمښت په خاطر دهيلې په تګلوري کې دقوي ارادې څرګندوي دي  چې انشاالله  په راتلونکو  دوو کلونو کې ټيټې کچې  ته ورسيږي .
دغه راز دسترې محکمې رييس دقضايه قوې دعمل دپروګرام دټولو شاخصونو دتطبيق  په خاطر دامريکا  دمتحده ايالاتو  دنړيوالې پرمختيا دادارې په ګډون  دنړيوالو ټولنو دمادي او تخنيکي مرستو رول مهم وباله او هيله يې وکړه چې  په دې برخه کې مرستې وکولاى شي موخو ته  په رسيدو  کې موږ نږدې کړي .
په پاى کې ډاکتر رابرتسون دافغانستان دقضايي نظام دکړنو او انکشافاتو په نسبت خوښي څرګنده کړه او ژمن شو  چې دقضايه قوې  دعمل دپروګرام  دتطبيق  په خاطر دنړيوالو مرستو په همغږى  کې به هراړخيزه همکاري وکړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته