خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا کې تېر کال د ۱۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

کابل، د وري ۴مه، باختر
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د یوې خبري غونډې پر مهال له رسنیو سره د تېر ۱۴۰۲ ه ش کال لاسته راړونې شریکي کړې.
مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل چې تېر کال په ټول ولایت کې له عایداتي منابعو څخه ۷۹ سلنه عواید راټول شوي او د شااوخوا ۱۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې هم بشپړې شوې دي.
مخدوم سعادت زیاته کړه، د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو او د ماشومانو د زېږون کارتونو د وېش له درکه شاوخوا ۳۲ میلیونه افغاني عواید راټول شوي او دغه راز د پاسپورت آمریت ۹۷۳۵ پاسپورتو وېشلي، د ۱۲۰۰ علماوو اسناد ارزیابي شوي، د ۲۶ ښوونځیو لپاره د پاکو اوبو سېستم جوړ شوی او د ۱۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه: «د ارګون ولسوالۍ د روغتیایي مرکز د شل بستریز نه ۷۵ بستریز او د خیرکوټ ولسوالۍ روغتیايي مرکز له ۲۰بستریز نه ۳۰ بستریز ته ارتقا ورکړل شوې، د شااوخوا ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د داغګیرۍ چارې بشپړې شوې، د زیړوک نه د خوست تر سپیرې ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک چارو پیل، مزکر ښرنې له پطنې نه د مسواس تر کلي د سړک جغل اندازي، د سړکونو د ساتنې لپاره د انګور اډې سرحدې دروازې سره د بار وړونکو موټرونو د زیات وزن د کنترول په موخه تله جوړه شوې ده.»
مرستیال والي وویل چې په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴ کوچني بندونه منظور شوي، چې د ۱۶ بندونو قرارداد شوی او دوه بندونه جوړ او ګتې اخستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو کارونه به په روان کال کې پیل شي، چې د یادو بندونو په جوړولو سره به ۳۹ زره ۲۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تېر ۱۴۰۲ کال کې ګڼې لاسته راوړنې لري، چې شريعت غږ، حریت غږ او میلمه راډيو ګانو نشرات پیل ترڅنګ، د شرنې جرېدې ۵۷ ګڼې چاپ شوې، د وړیا زده کړو له ښوونیز مرکز څخه ۱۱۶۰ تنه زده کوونکي فارغ شوي، د ځوانانو د فکر د اصلاح په پاره فکري روزنه، تعلیم اسلام، د شیطان سرې لښګرې، د اسلامي تعلیماتو او الحق المبین کتابونو سیالۍ په لاره اچول شوې او له ځوانانو سره ۶ ځله د همغږۍ ناستې ترسره شوې او یاد ریاست له لوري ۳ تاریخي مجسمې او ۶۹ سیکې موندلې، چې تاریخي قدامت یې له ۲۰۰۰ کلونو زیات دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته