ټولنه

دکورنيو چارو وزير ديوه شهيد له کورنۍ سره وکتل .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دکورنيو چارو وزير د دهمزنګ دپيښې ديوه شهيد په کورنۍ مهرباني وکړه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دکورنيو چارو وزيرتاج محمد جاهد دملي پوليسو ديوه شهيد له کورنۍ سره چې دکابل ښار د دهمزنګ په څلور لاري کې د روان کال د زمري دمياشتې د دويمې نيټې په تروريستي پيښه کې شهيد شوى و ، وکتل او ددغې کورنۍ د بچي دميړانې او اتلوالي له امله يې قدرداني وکړه ددغه شهيد پلارته يې په خطاب کې وويل چې ستاسو د زوى شهادت ستاسو کورنۍ ته ستر وياړ دى او دافغانستان خلک دهغو ميندو او پلرونو په شتون چې خپل بچيان دهيواد او خلکو د دفاع لپاره د ملي پوليسو ليکو ته استوي ، وياړي .
دکتنې په پاى کې دکورنيو چارو وزير يوه اندازه نغدي مرسته ددغه شهيد کورنۍ ته ورکړه او ويې ويل چې دکورنيو چارو وزارت مشرتابه دملي پوليسو دشهيدانو دکورنيو د ستونزو او د څيړنې په برخه کې جدي هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته