خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا د ترافیکو مدیریت څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري ۷مه، باختر

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د ترافیکو مدیریت تېر ۱۴۰۲ ه ش کال د موټرونو د جواز سیر، نمبر پلېټونو او لایسنسونو د وېش او اړوند نور خدمتونو له درکه  ۵۰ میلیونه ۹۳۵ زره ۶۱۱ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مدیر قاري اسدالله طالب جان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د ۲ زره ۴۰۵  موټرونو ته نوي جوازسیر ترڅنګ ۲۰۰۰ نمبر پلېټونه د وېش، ۱۳۰۹ نوي، ۹۸۰ بیا ځلې نوي شوي لایسنسونه او ۴۶ جلده ورک شوې لایسنس د بیا ورکړې او اړوند نور خدمتونو د ترسره کولو له درکه ۵۰ میلیونه ۹۳۵ زره ۶۱۱ افغانۍ عواید راټول کړې دي.

هېره دې نه وي، چې د یاد ولایت اوسېدونکي د ترافیکو مدیریت له خدماتو خوښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته