خبرونهامنیت

پکتیا کې ګڼ شمېر پوځي مهمات ونیول شول

کابل، د کب ۲۹ مه، باختر

د پکتیا امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر پوځي مهماتو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د یو کشفي راپور له مخې، د توغندي ۴ ګولۍ، د زیکو یک ۴۰ ګولۍ او د هاوان ۳ سرګولولې او یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او نیولي دي.

هېره دې نه وي چې مخکې له دې هم په دغه ولایت کې ورته پوځي وسلې او مهمات نیول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته