روغتیا

په بغلان کې ديوه کلينيک ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

پلخمري/ باختر/ د وږي٢٩مه :  
په بغلان کې د يوه روغتيايي کلينيک نوې  ودانۍ پرانستل شوه.
د بغلان دعامې روغتيا سرپرست  الحاج عبدالحليم غفاري د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه کلينيک دديارلسو خونو په لرلو سره د دغه ولايت په بورکې ولسوالۍ کې   د ١١ميليونو افغانيو په لګښت دحکومت له غيرمشروط  بودجې  څخه په  يو پوړ کې  په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې ده .
هغه زياته کړه ؛ دغه  کلينيک مخکې له  دې په  يوه  نامناسبه او کرايي  ودانۍ  کې خدمتونه ترسره کول او ددغې ودانۍ د کار په بشپړيدوسره د دې ولسوالۍ داوسيدونکو  روغتيايي ستونزې تر يو حده  لېرې شوې .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته