خبرونهاقتصادټولنه

پکتیا کې تېر کال نږدې ۷۳ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۴۵ زره او ۴۲۸ برېښنايي او ۲۷ زره او ۵۳۳ کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس مفتي محمدآصف قرار وايي چې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

قرار زیاتوي چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې څه‌باندې ۴زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او له ۲زره او ۵۰۰ ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا اوسمهال په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ د ګردېز ښار څانګه کې غوښتونکو ته تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼو، د زېږونونو او د ودونو او طلاق ثبت) هم وړاندې کېږي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي وايي چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده ترڅو هېوادوال په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته