سیاست

د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل_باختر د وري د مياشتې ١نيټه:
د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان یو تکړه ژورنالیست سردار احمد په سرینا هوټل باندې د افغانستان د خلکو د دښمنانو په پروني تروریستي برید کې له خپلې مېرمنې او دوه کوچنیو ګلالیو ماشومانو سره په شهادت رسیدلی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
د ارواښاد سردار احمد، د هغه د مېرمنې او دوه کوچنیو ماشومانو وژنه یو ستر جنایت او له درده ډکه او غم لړلې پیښه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د هېواد د رسنیو کورنۍ ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دوی وبخښي او کورنۍ  ته دې يې جمیل صبر په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته