خبرونهامنیت

پوځیان په پلخمري کې وستایل شول

کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر

د بغلان د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت پوځيان وستایل.

د بغلان د ولایتي شورا ریاست د خبري څانګې مسوول ذبیح الله یعقوبي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هغه پوځيان او سرتېري چې د هېواد او د خلکو د دښمنانو پر وړاندې په میړانې  سره مبارزه کوي او د هغو بریدونه له ماتې سره مخ کوي ، په نغدي مکافاتوسره وستایل.

د بغلان د ولایتي شورا رییس محمد صفدرمحسني وویل چې د بغلان ولایت استازي د پوځيانوترڅنګ ولاړدي او د هغوملاتړکوي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمرصفي الله محزون هم د پوځيانوله میړانې څخه  یاد کړ او ويې ویل چې دوی له خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې تر یوې څاکې وینې چې په بدن کې لري مبارزه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته