سیاست

دترکمنستان افغانستان او تاجکستان داوسپنې لاره ستراتيژيکي ارزښت لري .

عشق اباد  باختر دثور دويمه :
  دترکمن – تاجک  داقتصادي همکارۍ په باب دبين الحکومتي کميسيون په غونډه کې چې دترکمنستان په پايتخت عشق اباد کې جوړه شوې وه دترکمنستان – افغانستان – تاجکستان  داوسپنې  پټلى دپروژې په ستراتيژيکي ارزښت باندې ټينګار وشو .
باختراژانس داذربايجان دتريند دخبري اژانس له خولې خبر راکړ ددغې غونډې برخه والو دغه راز په ترانسپورتي  چارو او دارتباطاتو په حوزه په تيره بيا دترکمنستان _ افغانستان او تاجکستان داوسپنې  پټلى دغځولو  په ځانګړي توګه دهغه نوي ترانسپورتي  تګلورې دمهمو بنسټيزو پروژو داجرا کولو په برخه کې چې ټولې  سيمې ته ستراتيژيکي ارزښت لري  همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
دغې ډلې موافقه وکړه چې راتلوونکي غونډه د ٢٠١٥ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې دتاجکستان په پايتخت دوشنبې ښار کې جوړه کړي دترکمنستان _ افغانستان  _ تاجکستان داوسپنې پټلي د پرژوې عملي  کول چې کار يې د ٢٠١٣ ميلادي کال دجون دمياشتې په لومړيو وختوکې پيل شو دهغو ټولو کسانو لپاره چې په دې پروژه کې ونده لري ستر ستراتيژيکي سياسي او اقتصادي ارزښت لري .
ټاکل شوې ده چې چين ، ايران او قرغزستان په راتلوونکي کې له دغې پروژې  سره يوځاى شي .
پخوا دترکمنستان لورې ويلي و چې دترکمنستان _ افغانستان  تاجکستان داوسپنې پټلۍ چې  ٤٠٠  کيلومتره اوږدوالې لري بايد تر ٢٠١٥  کال پورې ګټې اخستنې ته وړاندې شي .
دغه تګلوري به دهند دسمندر په ساحل کې دسمندري بندرونو له لارې دمرکزي اسيا او دنړيوالو بازارونو ترمنځ يو نوى دهليز پرانيزي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته