خبرونهاقتصاد

په کندهار کې د اوبو درې نوي بندونه جوړېږي

 کابل، چنګاښ۲۶مه، باختر

په کندهار ولایت کې له کلونو وچکالۍ  زغملو وروسته د اوبو د کمښت د پوره کولو په موخه د اوبو درې نوي بندونه جوړېږي.

د چین د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې؛ دغه بندونه د یاد ولایت په شاه ولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپين بولدک ولسوالۍ په بند کې به ۲.۳ ميليون متر مکعب اوبه زېرمه شي، چې پر جوړېدو به يې ۳۵ ميليون افغانۍ (شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ ډالر) لګښت راشي.

نور دوه بندونه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په منډه کنده او لوال سیمو کې جوړېږي.

یوه ځايي دیني مشر ملا خالق شینهوا خبري سرچینې ته ویلي: د ۱.۷ میلیون متر مکعب په وړتیا یو بند به په مانډه کنده کې د ۵۰ میلیون افغانیو پر لګښت جوړ شي.

کندهار د انګورو او انارو له کبله یاد ولایت دی؛ خو په تېرو څو کلونو کې د وچکالۍ له کبله سخت ځپل شوی دی.

ځايي کروندګر اړ دي، چې پر څاه ګانو تکیه وکړي، چې له کبله یې د ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي.

د سرچینې د راپور له مخې، نوي جوړېدونکي بندونه به دوه میليون جريبه کرنيزو ځمکو ته اوبه ورسوي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته