خبرونهټولنه

په کندز کې سلګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست نن له ١۵٠٠ جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه.

د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ دغه کورنۍ د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جګړې له امله په داسې حال کې له خپلو کورونو څخه ووتلې چې طالبانو د دوى له کورونو څخه د سنګر په توګه استفاده کوله.

په همدې حال کې د کندز د پوليسو وياند انعام الدين رحماني وايي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ٢۴ ساعتو کې په امام صاحب او خان آباد ولسواليو کې عمليات ترسره کړل چې په پایله کې تراوسه ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵٠ نور یې ټپيان شوي دي.

رحماني زياته کړه چې په دغو عملیاتو کې ٢ پوليسان شهيدان او ٣ نور یې ټپيان شوي دي.

ويل کېږي دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د یادو ولسواليو تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته