خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د صنعت د پیاوړتیا لپاره ۱۸ ترانسفرمرونه نصب شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د کندز د برېښنا حوزې ریاست له لوري په تېرو دوو کلونو کې د صنعت پراختیا لپاره د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکي ۱۸ ترانسفرمرونه نصب کړي دي.
د یاد ریاست له لوري باختر آژانس ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ د یادو ترانسفرمرونو ټولیز ظرفیت نږدې درې زره کېلوولټ امپیر کېږي چې ټولو کې د تولیدي توکو، فارمونو، کرنیزو او صنعتي محصولاتو پروسس فابرېکو، معدني اوبو او کرنیزو ځمکو لپاره ترې په ولسوالیو کې کار اخېستل کېږي.
په دغو ترانسفرمرونو څه باندې ۲۴ میلیونه او ۹۰۹ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته